وروسته تر دې چې د هند د ممبۍ په بندر کې په یوه اوبتل کې چاودنه وشوه او اور پکې ولګید، د تلفاتو د اوښتو اندیښنه څرګنده شوه.
د هند د سمندري ځواکونو چارواکو وویل، د اتلس پوځیانو د ژغورنې لپاره عملیات روان دی. دغه پوځیان په همدغه اوبتل کې چې په روسیه کې جوړ شوی دی، سپاره وو.
رپوټونه څرګندوي چې؛ یو شمېر ټپیان روغتونه ته انتقال شوي دي.
دغه چاودنه چې؛ نن سهار وشوه، تر اوسه یې علت نه دی څرګند، چارواکو د پیښې د تحقیقاتو امر کړی دی.
د رپوټونو له مخې دغه شپاړس کلن زوړ اوبتل په وروستیو کې له روسیې هند ته راوستل شوی و او هلته یې عمومي سرویس شوی و.