د مصر امنیتي ځواکونه د اعتراض کوونکو پر ضد لاس په کار شوې دی

د مصر امنیتي ځواکونه په مرکز قاهره کې د اعتراض کوونکو د دوو کمپونو پر ضد لاس په کار شوې دي.

رپوټونه وایي، د لرې کړای شوي ولسمشر محمد مرسي پر ملاتړیو پولیسو اوښکي بهونکی ګاز شیندلی او زغروال ګاډي هم نن سهار د ربیع العدویه جومات او نهضه میدان لور ته ورغلل، څو دغه اعتراضي کمپونه پاک کړي.

عیني شاهدان وایي، چې لږ تر لږه پنځلس تنه د پوځیانو د عملیاتو پر مهال وژل شوې دي. د محمد مرسي ملاتړیو اخوان المسلمین ډلې بیا ویلې دي چې د دوی تر دیرشو ډیر کسان وژل شوې دي.

د مصر د کورنیو چارو وزارت دا خبره نه تاییدوي، چې یو شمېر اعتراض کوونکي وژل شوې دي.

دولتي تلویزیون سنا بیا دعملیاتو پر مهال د دو پوځیانو د وژلو خبر ورکړ.

له تیرو شپږو اونیو راهیسې اعتراض کوونکي په دغو ځایونو کې راغونډ شوي دي.

د مرسي ملاتړي غواړي چې هغه ته باید بیرته جمهوري ریاست وسپارل شي.

وروسته تر دې چې په ډیموکراتیک ډول منتخب ولسمشر محمد مرسي د جولای په دریمه پوځیانو له واکه لرې کړ، د شخړو پر مهال لږ تر لږه دوه نیم سوه کسان وژل شوې دي.