افضلي: څه باندې ۱۵۰میرمنې به په مختلفو حرفو کې وروزل شي

د کار او ټولنیزو چارو وزارت وایي چې؛ د یوه نوي تړون له مخې به څه باندې یو نیم سل ښځې په مختلفو حرفو کې وروزل شي.

په همدې هدف د چهارشنبې په ورځ په کابل کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت او د نوای صلح په نوم د یوې موسسې ترمنځ یو تړون هم لاسلیک شو.

پر دې روزنیز پروګرام څه باندې پنځه میلیونه افغانۍ لګښت راځي او په اتو میاشتې کې به عملي شي.

د افغانستان د کار او ټولنیزو چارو وزارت د ښځو د اقتصادي ستونزو د هوارولو په هدف هڅې پیل کړي چې؛ په حرفه یې برخو کې د هغوي ظرفیتونه لوړ کړي.

په همدې مقصد د چهارشنبې په ورځ په کابل کې د کار او ټولنیزو چارو د وزیرې او د نوای صلح موسسې د استازی ترمنځ یو تړون لاسلیک شو.

د کار او ټولنیزو چارو وزیرې امنه افضلي وویل، د دې تړون له مخې به یو سلو شپیته ښځې په مختلفو حرفه یې برخو کې وروزل شي ترڅو هغوي وتوانیزي خپلې اقتصادي ستونزې تر یوه حده حل کړي:

«نننۍ پروژه د کابل ښار په دشت برچي او دوغ اباد کې ده، د یو سلو شپیته ښځو لپاره په پام کې نیول شوې، وخت یې اته میاشتې دی، هیله ده دا میرمنې حرفې زده او د تولیدي کارونه وړ شي. دی سره به د دې میرمنو اقتصادي ستونزې کمی شي.»


د افغان چارواکو د معلوماتو له مخې په دې هېواد کې د کار نشتوالی یوه لویه ستونزه ده چې؛ سلګونه زره خلک ورسره لاس او ګریوان دی.

د یادې ستونزې له امله د هېواد اکثره خلک له اقتصادي ستونزو سره مخ دی په تیره هغه ښځې چې د خپلو کورنیو مسوولیتونه ور په غاړه دي.

افغان میرمنې وایي، په تیرو شاوخوا یوولسو کلونو کې ورته په اقتصادي او پراختیایي فعالیتونو کې لږه برخه ورکړل شوې ده.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت وایي، له څو کلونو راهیسې هڅه کوي چې د نورو سکتوري وزارتونو په مرسته افغان میرمنو ته د کار زمینې برابرې کړي.

د نوای صلح د موسسې استازی لیلا حسینې وویل، د تړون له مخې به دا میرمنې د ګلدوزی، دستکول جوړولو، خیاطۍ، قالین اوبدلو او داسې نورو حرفه یې برخو کې وروزل شي:

«موږ به په دې روزنیز پروګرام کې افغان میرمنو ته په څلور رشتو کې زده کړې ورکړو.

په هر پروګرام شل ښځې روزو، هدف دا دی چې؛ افغان میرمنې حرفه زده او خپلې اقتصادي ستونزې اوارې کړي.»

د کار او ټولنیزو چارو وزارت وایي، د هېواد په اکثرو ولایتونو کې یي د مختلفو حرفو د زده کړې مرکزونه فعال کړي او په وروستیو کلونو کې یي په کې شاوخوا یو لک او شل زره کسان په مختلفو حرفو کې روزلي دي.

دا وزارت دا هم وایي، هر کال کابو پنځه سوه میرمنې د اقتصادي فعالیتونو په روزنیزو پروژو کې روزي ترڅو هغوي وتوانیږي خپلې اقتصادي ستونزې را کمې کړي.

خو له دې ټولو سره سره د ښځو د حقونو فعالان وایي، چې د افغان میرمنو پر وړاندې له تبعیضه کار اخیستل کېږي او په ټولینزو، اقتصادي، فرهنګي او پراختیایي چارو کې ورته لږه برخه ورکول شوې ده.

راپور: خان محمد سیند