چارواکي وایي، د پولیسو هغه پخوانۍ سرتیری چې څه موده مخکې د کندهار له یوې نظارت خانې څخه تښتیدلی وو، په تخار کې د پولیسو په عملیاتو کې وژل شوی دی.
د پولیسو دا پخوانی سرتیری په کندهار کې د یو شمېر بهرنیو ځواکونو د وژلو په تور توقیف شوی وو.
د تخار د والي ویاند سلیمان مرادي ازادي راډیو ته وویل، چې د روزي په نامه دا کس تیره شپه د تخار ښار په مربوطاتو کې وژل شوی.
د تخار څخه په یو بل خبر کې راغلي، چې نن تر غرمې مخکې د دې ولایت په خواجه بهاوالدین ولسوالۍ کې د ماین په چاودنه کې یو سیمه ییز پولیس ووژل شو او د اته ملیکانوپه ګډون درې نور ټپیان شول.