فاریاب: په المار ولسوالۍ کې ماین چاودنې یو پولیس وواژه

چارواکي وایي، د فاریاب په المار ولسوالۍ کې د ماین په چاودنه کې یو پولیس او یو موټر چلونکی وژل شوی او دوه ملکیان ټپیان دي.

د المار سیمه ییز چارواکو ازادي راډيو ته وویل، چې دا پيښه پرون هغه مهال وشوه چې دا پولیس له یو شمېر مسافرو سره د یادې ولسوالۍ یوه کلي ته روان وو.

چارواکي وایي، دا ماین د ریموټ په واسطه چاودلی دی.

د دې پيښې مسولیت تر اوسه کومې ډلې نه دی منلی.