هند: یوه روسي ساخت اوبتل د ممبيي په ساحلي بندرګاه کې ډوب شوی دی

د هند سمندري ځواک وايي، یوه روسي ساخت اوبتل يې چې اتلس سرتیري په کې ول، د ممبيي په ساحلي بندرګاه کې ډوب شوی دی.

د راپورونو له مخې اوبتل وروسته تر هغې ډوب شو چې؛ له یوې چاودنې وروسته په کې اور ولګید.

د هند سمندري ځواک ویلي د ډوبو شوو سرتیرو د موندلو لپاره يې عملیات پیل کړي دي.

تر دې دمه د دې پیښې د علت په اړه څه نه دي ویل شوي.