لوګر: سیلابونو شاوخوا یو سل او اتیا کورونه ویجاړ کړي

د لوګر چارواکي وایي، په دې ولایت کې د سې شنبې د ورځې سیلابونو شاوخوا یو سل او اتیا کورونه ویجاړ کړي دي.

د لوګر د والي ویاند دین محمد درویش ازادي راډیو ته وویل، دغه سیلابونه د لوګر په ټولو ولسوالیو کې له سخت باران وروسته وبهیدل، خو د دې لپاره چې سیل د ورځې له خوا وو، چاته په کې د سرزیان ونه رسید.

درویش زیاته کړه چې؛ د سیلابونو له امله سلګونه جریبه کرنیزه ځمکه او د باغونو حاصلات هم زیانمن شوې دي.