د نایجیریا حکومتي چارواکي وایي، مشکوکو اسلامي سخت دریځود هیواد په شمال ختیځ د یوې نا ارامه سیمې په جومات کې ۴۴ عبادت کونکي په ډزو وژلي دي.
چارواکو وویل، هغه وسله وال چې د یکشنبې په ورځ د کوندوګا د ښارګوټي جومات ته ننوتې او عبادت کونکي یې وژلي، د بوکوحرام سخت دریځې ډلې خلک و.
چارواکي وایي، دوی ګومان کوي چې دا به د هغو چریکو ډلو د غړو پرضد د غچ اخیستو یوه حمله وي چې د نایجریا له پوځ سره د سخت دریځې اسلامي ډلې په وړاندې جګړه کې د همکارۍ په هدف رامنځ ته شوي دي.
بوکوحرام له ۲۰۰۹ کال راهیسې په دې هیواد کې تشدد ته مخه کړې ده