د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې؛ د لوګر د ازرې ولسوالۍ له وسله والو مخالفینو پاکه شوې او اوس د دې ولسوالۍ خلکو ته د بشري مرستو رسول پیل شوي دي.
د کورنیو چارو د وزارت ویاند صدیق صدیقي نن په کابل کې خبریالانو ته وویل چې؛ د سیمرغ په نوم په دې عملیاتو کې په ازرې ولسوالۍ کې شاوخوا دوه سوه وسله وال مخالفین وژل شوي چې؛ یو شمیر بهرني اتباع هم په کې شامل دي.
پخوا تر دې طالبانو خپلو لوري ته اوښتي تلفات رد کړي وو.
دې ډلې په یوې تازه اعلامیې کې همداراز ادعا کړې چې؛ د ننګرهار په حصارک ولسوالۍ کې یې د افغان ځواکونو عملیات په شا تمولي دي.
خو چارواکي د دوی ادعا ردوي.