د ولسي جرګې ادارې په هېواد کې د مهمو شخصیتونو د ترورو او د ملي شورا پر غړو د حملو پر زیاتیدو اندیښنه ښيي.
د ولسي جرګې دویم منشي وايي چې؛ په تیرو لسو کې د ملي شورا په دوو دورو کې د دې شورا شاوخوا شل غړي وژل شوي او یو شمېر نور یې ټپيان شوي دي.
د راپورنو له مخې په دې وروستیو کې د غزني ولایت په مربوطاعاتو کې پر یوې سناتورې وسلواله حمله وشوه او ټپي کړای شوه.
بل لورته د کورنیو چارو وزارت وايي چې امینتي ځواکونو پر مهمو شخصتونو د حملو د مخنیوي لپاره له خپل ټول توان نه کار اخلي.
په دې وروستیو کې د یو شمېر سیاسي څیرو او مهمو اشخاصو وژنې د ملي شورا غړو ته اندیښنې پیدا کړي او له امنیتي ځواکونو څخه غواړي چې د دې وژنو د مخنیوي لپاره جدي اقدامات وکړي.
د وروستیو پیښو به اړه د ولسي جرګې دویم منشي عرفان الله عرفان له آزادۍ رادیو سره په خبرو کې وویل، چې د سیمې هیوادونه غواړي ترڅو په افغانستان کې علمي شخصیتونه او سیاسي مشران په بیلابیلو پلمو له منځه یوسي.
ښاغلي عرفان وايي، له امنیت ارګانونو سره په همکارۍ د ولسي جرګې د غړو امنیت ته خاص تدابیر موجود دي، خو خپله وکیلان هم باید احتیاط وکړي.
په دې وروستیو کې د غزني ولایت په مربوطاعاتو کې په یوې سناتورې روح ګل خیرزاد باندې وسله واله حمله وشوه.
په دې حملې کې سناتوره له دریو نورو کسانو سره ټپي شوه او ورور او لور یې پکې ووژل شول.
له دې څخه وړاندې د ولسي جرګې یو بل غړي حاجې محمد محقق باندې ځان وژونکې حمله وشوه، ده پکې زیان ونه رسیده خو درې ملکي کسان پکې ووژل شول او شاوخوا شل نور پکې ټپيان شول.
په عین حال کې د ولسي جرګې دویم منشي وايي چې په تیرو لسو کلونو کې د ملي شورا په دوو دورو کې په بیلابیلو حملو کې ددې شورا شاوخوا شل غړي وژل شوي او یو شمیر نور یې ټپيان شوي دي.
د ملي شورا پر غړو د وسلوالو حملو د زیاتیدو په اړه په داسې حال کې اندیښنې څرګندیږي چې دا شورا په د اوړي لپاره رخصت شوې ده او ځینې غړي یې د خپلو خلکو د لیدنې لپاره ولایتونو ته سفر کوي.
بلخوا د کورنیو چارو وزارت وايي چې په افغانستان کې د سیاسي شخصیتونو د ځنځیره یي وژنو پلانونه له هیواده بهر جوړیږي.
د دې وزارت ویاند صدیق صدیقي د دوشنبې په ورځ ازادۍ راډیو ته وویل، چې ټول امنیتي ځواکونه د دې وژنو د مخینوي لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوي.
نوموړي زیاته کړه:
(نه یوازې قومي متنفذین ،رهبران بلکې عام وګړي هم د استخباراتي شبکو تر شوم اهدافو لاندې راځي،له ۱۲ کلونو راهیسي موږ د نړیوال ترویزم سره په جګړه کې یو،او موږ نه یوازې د افغانستان د امنیت لپاره بلکې د سیمې هیوادونو لپاره هم قربانی ورکړي، زموږ کوښښونه او جګړه په افغانستان کې له تروریزم سره جریان لري،او له بدمرغه چې اوس هم استخباراتي کړي په دې هڅه کې دي چې افغانستان د بې ثباتي لورته یوسي.)
په ورستیو څو کلونو کې په پلازمینې کابل او ولایتونو کې سربیره د ملي شورا پر غړو ، یو شمېر پخواني جهادي قومندانان ، د حکومت ځینې لوړپوړې چارواکي او قومي مشران هم د وسلوالو له خوا هدف ګرځیدلي او له منځه تللي.
په ځینو مواردو کې افغان حکومت د سیمې پر استخباراتي کړیو په خاصه توګه د پاکستان د ای اس ای په ادارې تور لګولی چې په دارنګه وژنو کې لاس لري.
خو پاکستانیو چارواکو تل د افغان حکومت دا ادعاوې رد کړي دي.