صدیقي: د ولسې جرګې غړې مېرمن کاکړ ترکیې ته تللې، تښتول شوې نه ده

د کورنیو چارو وزارت د وسله والو لخوا په ولسي جرګه کې د کندهار د استازي فریبا احمدي کاکړ اختطاف کول ردوي.

د دې وزارت ویاند صدیق صدیقي نن خبریالانو ته وویل چې؛ میرمن کاکړ په یوه رسمي سفر ترکیې ته تللې ده.

تر دې وړاندې د نوموړي کورنۍ هم دا خبره رد کړې وه.

مخکې تر دې د کندهار او غزني یو شمیر چارواکو آزادي راډیو ته ویلي وو؛ چې فریبا احمدي له خپلو دوو زامنو، لوڼو، موټر چلونکی او آشپز سره د کابل کندهار پر لویه لار اختطاف شوي دي.