لاهم په قلم د عرېضې لیکلو دود موجود دی

سربیره پر دې چې؛ په افغانستان کې اکثره دولتي ادارې په کمپیوټري سیستمونو مجهزې دي خو اوس هم په یو شمېر ادارو کې په قلم د عرېضې لیکلو دود موجود دی.

د عدلیې وزارت وایي چې؛ اوس مهال د بېلابېلو دولتي ادارو په مخکې نږدې دوه سوه عریضه ليکوونکي د عریضه لیکلو په کار بوخت دي.

ګل مینې یوسفزۍ له خلکو او عریضه لیکوونکو سره خبرې کړي او په اوس وخت کې یې د دې کاروبار په اړه راپور برابر کړی

Your browser doesn’t support HTML5

د ګل مینې احمدزۍ راپور