موسی زی:لا هم په کوټه کې د افغان مامور د اختطاف انګیزه نه ده معلومه

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت اندیښنه لري چې؛ تر اوسه یې د پاکستان په کوټه ښار کې د قونسلګرۍ د یوه مامور چې نامعلومو کسانو تښتولی، څرک نه دی لګیدلی.

دا کس شاوخوا دوه اونۍ مخکې وتښتول شو.

د بهرنیو چارو د وزارت ویاند جانان موسی زی وايي چې؛ لا هم د دې اختطاف انګیزه نه ده معلومه او له پاکستانیو چارواکو غواړي چې په موندلو کې یې جدي هڅې وکړي.

زموږ همکار احمدزبیر ژمن له ښاغلي موسی زي سره په دې اړه غږیدلی دی.

Your browser doesn’t support HTML5

له جانان موسی زي سره مرکه