اسراييل به په ختیځ بیت المقدس کې د یهودانو لپاره څه باندې زر نوی میشت ځایونه جوړ کړي

د اسراییل حکومت وايي چې؛ په ختیځ بیت المقدس او لویدیځه غاړه کې به د یهودانو لپاره څه باندې زر نوی میشت ځایونه جوړ کړي.

د اسراییل د حکومت په داسې حالکې دا پلان اعلان کړی چې یواز ې در ې ورځې وروسته به اسراییلي او فلسطینی استازي په بیت المقدس کې سره ګوري او په خپل منځ کې د روانې اوږدې لانجې پر حل به مخامخ خبرې کوي.

د اسراییل او فلسطین ترمنځ د سولې مستقیمي خبرې په ۲۰۱۰ (میلادي) کال کې د یهودانو د میشت ځایونو د جوړیدو له پيل سره سم بند شو.

د دواړو تر منځ مخامخ خبرې تر درې کلن ځنډ وروسته تیره میاشت په واشنګټن کې د امریکا په منځګړیتوب بیا پيل شوې.


فلسطینیانو تر دې مخکې ویلي وو تر څو چې اسراییل په اشغال شویو سمیو کې د میشت ځایونو جوړل بند نه کړي له تل ابیب سره مذاکرې نه کوي.