د سنودن پلار وايي چې، د روسیې ویزه يي ترلاسه کړې ده

د امریکا د ملي امنیت د ادارې د پخواني تښتیدلي قراردادي مامور ادوارد سنودن پلار وايي چې، د خپل زوي د لیدو لپاره یې د روسیې ویزه ترلاسه کړې ده.

لان سنودن نه دي ویلي چې څه وخت روسیې ته ځي.

هغه پرون (یک شنبه) د امریکا یوې ټلویزیوني شبکې (ABC) سره په مرکه کې وویل چې هیله لري چې زوی یې یو وخت بیرته خپل هیواد ته ستون شي خو فکر نه کوی چې محاکمه به یې عادلانه وي.

د ادوارد سنودن مدافع وکیل (Bruce Fein) هم روسیې ته د تګ لپاره ویزه اخیستې او وايي چې ډیر ژر به مسکو ته ولاړ شي.

ادوارد سنودن د امریکا د استخباراتو دادارې د پټو معلوماتو د افشا کولو په خاطر د امریکا حکومت په جاسوسۍ تورن کړی دی.

د روسیې د حکومت له خوا سنوډن ته د موقتې پناه ورکولو پریکړه د دې سبب شوه چې په راتلونکې میاشت کې د امریکا او روسیې د ولسمشرانو د کتنې پلان لغوه شي.