د وړکتون (کودکستان) یوه امریکایۍ ښوونکې له بحرین څخه وشړل شوه

بحرین د وړکتون (کودکستان) یوه امریکایۍ ښوونکې له هېواده ایستلې او هغه یې د تویتراو انترنت یوه افراطي لیکونکې یاده کړې ده.

ایرین کیلبراید چې د امریکا د شمال لویدیځ ماین ایالت اوسیدونکې ده، له دغه هیواده ایستل شوې او نن به متحدو ایالتونو ته ورسیږي.

د بحرین د اطلاعاتو وزارت په یوه بیان کې وویل چې؛ "کیلبرایډ" د خپلې ویزې له شرایطو سرغړونه کړې او په غیرقانوني ډول یې د یوې خبریالې په توګه چې د کاراجازه یې نه لرله، کارکاوه.

په بیان کې دغه راز ویل شوي چې؛ هغې له تویتراو یوه شمیرویب پاڼو څخه په استفادې د بحرین په اړه داسې مطالب خپرول چې؛ د حکومت او شاهي کورنۍ پرضد پارونکي بلل کېدل.

بحرین د څو میاشتنې پاڅون په ترڅ کې چې د سنیانو په مشرۍ د شاهي کورنۍ او د دې هیواد د اکثریت شیعه ګانو ترمنځ روان وو؛ د مخالفینو پرضد سختو ځپونکو اقداماتو ته مخه کړې ده.