د عراق د کردستان مشر: په سوریه کې به د کردانو د خوندیتوب لاره مداخله وکړي

د عراق د کردستان مشر "مسعود بارزاني" خبردارى ورکړ، چې په ګاونډي هېواد سوريه کې به له جهاديانو د کردانو د خونديتوب لپاره مداخله وکړي.

بارزاني پرون په يوه اعلاميه کې د هغو راپورونو د څېړنو غوښتنه وکړه چې؛ په کې ويل شوي ”تروريستانو“ په سوريه کې کردان وژلي دي.

ده وويل، که چېرې د کردانو بېګناه ښځې او ماشومانو د مرګ يا هم ټروريزم له خطر سره مخامخ ويګ د عراق د کردستان سيمه يې دفاع ته چمتو ده.

په وروستيو اوونيو کې د کردي ځواکونو او په القاعده پولې د تړلې ډلې النصره جبهې ترمنځ چې د سوريې د رژيم پرضد هم جنګېږي؛ سختې نښتې وشوې.

د عراق په شمال کې د کردانو خودمختاره سيمه خپل وزارتونه او امنيتي ځواکونه لري. کردان د سوريې د ٢٣مليونه نفوس ١٠ فيصده جوړوي.