د عراق په بغداد کې د اختر پر مهال بمي چاودنو ۶۰ کسان ووژل

د عراق په پلازمېنه بغداد کې د اختر پر مهال د بمي چاودنو په تازه لړۍ کې لږ تر لږه ٦٠ کسان وژل شوي او په لسګونو نور ټپيان شوي دي.

امنيتي چارواکي وايي، تر ټولو خونړى بريد پرون وشو چې؛ مازيګر مهال يې د بغداد په جنوب ختيځ کې يو مارکېټ په نښه کړ.

لږ تر لږه اته نورې بمي چاودنې پر سماوارونو، مارکېټونو او رستورانټونو وشوې.

دا بريدونه په داسې حال کې کېږي چې؛ د اختر لپاره کلک امنيتي تدابير نيول شوي دي. دا د جولاى له شلمې راوروسته درانه تلفات ګڼل کېږي؛ هغه وخت بغداد ته نژدې پر دوو زندانونو او نورو سيمو بريدونو ٧١ کسان وژلي وو.

د روژې پر مهال په دې هېواد کې شاوخوا ٦٧٠ کسان وژل شوي دي؛ دا له ٢٠٠٧م راوروسته د عراق لپاره تر ټولو خونړۍ مياشت ګڼل شوې ده.