د روسیې او ایران ولسمشران د قرغزستان په مرکز کې غونډه کوي

د روسیې او ایران ولسمشران به راتلونکې اونۍ د قرغزستان په پلازمینه بشکیک کې سره وګوري.

د جمهور رییس پوتین یوه ویاند د جمعې په ورځ په مسکو کې خبري کنفرانس ته وویل چې؛ د ایران نوی ټاکل شوی جمهور رییس حسن روحاني به د شانګهاي د همکاریو د سازمان د غونډې پر مهال سره وګوري.

کریملن په وروستیو کې هغه رپوټونه هم رد کړل چې؛ وايي، ولسمشر پوتین په اګست کې تهران ته د تګ پلان لري.