ولسمشر حامد کرزي نن په راډيویی وینا کې پر افغانانو ټینګار وکړ چې د په خپل سر د څاګانو له کیندلو ډډه وکړي؛ تر څو تر ځمکې لاندې اوبه ټولو خلکو ته ورسیږي.
ښاغلي کرزي وویل چې، په ډیرو سیمو کې په غیر مسلکي توګه د ژورو څاګانو کیندل، د ځمکې لاندې د اوبو زیرمې وچولای شي.
"هغه هيواد وال چې په کلیو او بانډو کې ژورې څاګانې کیني او د واټرپمپ په وسیله اوبه را باسي د نورو څاګانو او کاریزونو د وچیدو سبب کیږي."
ولسمشر همدا راز د لویو ښارونو له اوسیدونکو وغوښتل چې، د اوبو په مصرف کې احتیاط وکړي.