د هندي امنیتي ځواکونو او د سرینګر مسلمانانو ترمنځ په نښته کې ۱۹ ټپیان شوي دي

د هند امنیتي ځواکونو نن په سرینګر کې پر مسلمانو اعتراض کوونکو د مصنوعي مرمیو ډزې وکړې او د هغوی د خورولو لپاره یې له اوښکې بهونکي ګاز څخه کار اخیستی دی.

د اعتراض کوونکو مسلمانانو او پولیسو ترمنځ په نښتو کې د دواړو خواوو نوولس تنه زخمیان شوي دي.

مظاهرې نن د هند په ترکنټرول لاندې کشمیر کې د اختر تر لمانځه وروسته پيل شوې .

د هند او پاکستان ترمنځ د کشمېر پر سر لانجې زیاتې شوې دي.