د مسکو پولیسو د دې ښار د جنوب ختیځ په یو مارکیټ کې تر زرو زیات بهرني غیرې قانونې کارګران نیولې دي .
د روسیې د کورنیو چارو د وزارت چارواکو خبریالانو ته ویلي چې دا ټول کسان د چارشنبې په ورځ نیول شوې دي .
د چارواکو په وینا دا مهال دا کسان د پولیسو تر څیړنو لاندې دي .
ویل کیږي چې ددې کسانو د نیولو لپاره په عملیاتو کې د څلورسوو په شا او خوا کې پولیسو برخه اخیستې وه .
د مسکو چارواکو په ورستیو میاشتو کې د غیرې قانونې بهرنیو کارګرو پر ضد لټون او هڅې زیاتې کړې دي .
په سلګون مشکوک غیرې قانونې کډوال تیره میاشت د روسیې په پایتخت مسکو کې نیول شوې دي .