لون سنوډن وایي، دی ګومان نه کوي چې د روسیې ولسمشر به د امریکا فشارونه ته تسلیم شي

د امریکا د ملي امنیت د پخوانی قراردادي اډوارډ سنوډن پلار لون سنوډن وایي، دی ګومان نه کوي چې د روسیې ولسمشرولادمیرپوتین به د امریکا فشارونه ته تسلیم شي او سنوډن به وروسپاري.

سنوډن له رویترزاژانس سره په مرکه دا څرګندونې وروسته له هغې کوي چې د دغې لانجې پرسرد راپورته شویو اختلافاتو له امله د امریکا ولسمشربارک اوباما له خپل روسیي سیال ولادیمیرپوتین سره پلان شوې کتنه لغوکړه.

سنوډن وویل، دی په دې خاطرد پوتین درناوی کوي چې زوی ته یې په روسیه کې په پناه ورکولو سره خپل قوت په ډاګه کړ.
اوباما له پوتین سره د کتنې د لغوکیدود اعلان نه مخکې له یوه امریکایي ټلویزیون سره په خبروکې وویل چې د مسکو له خوا سنوډن ته پناه ورکول د امریکا او روسیې په اړیکو د موجوده ستونزو څرګندونه کوي.

(سره له دې چې موږله روسیې سره یوبل ته د کسانو د سپارلو تړون ندی لاسلیک کړی خو زه د دوی دې کارمایوسه کړی یم. که د دوی په خاوره کې چا قانون ترپښولاندی کړی یا په قانون ماتولو تورن شوی، معمولا موږهڅه کړې چې د دې مسلې درناوی وکړو، هغه موڅیړلې او له دوی سره مو په ګډه کارکړی دی. خو روسیې له موږسره دغه کارونکړ. دا په يوډول د هغو ستونزو یادونه کوي چې نن یې موږ له روسیې سره لرو.)

کرملین ویلي روسیه ، مسکو ته د ولسمشر بارک اوباما د سفر په لغوه کیدو خپه شوې ده .

د پوتین د بهرنیو چارو سلاکار یوري یوشاکوف خبریالانو ته وویل د امریکا پریکړه د مسکو سره د برابرۍ پر بنسټ د اړیکو په پراخولو کې د امریکا ناتواني څرګندوي .

واشینګټن غواړي چې د دې هیواد د ملي امنیت پخوانی قراردادي اډوارډ سنوډن چې په نړۍ کې یې پر ټیلفون او اینټرنیت د امریکا د څارنې پټ پروګرام رسوا کړ د جاسوسۍ په تورنو محاکمه کړي .