بارک اوباما له ویلادیمیر پوتین سره په مسکو کې یو په یو کتنه لغوه کړې

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر بارک اوباما د روسیې له ولسمشر ویلادیمیر پوتین سره راتلونکې میاشت په مسکو کې یو په یو کتنه لغوه کړې ده .

سپینې ماڼۍ د چارشنبې په ورځ وویل ، تیره اونۍ د روسیې دې پریکړې چې اډاورډ سنوډن ته یې موقته پنا ورکړه چې امریکا یې د ورسپارلو غوښتنه کوي ، د دواړو خواو په اړیکو کې خړپړتیا زیاته کړې ده .

سره له دې به هم ولسمشر بارک اوباما د سیپټمبر په پنځمه او شپږمه نیټه په سینټ پیټرز بورګ کې د نړۍ د شلو اقتصادي هیوادونو د مشرانو په غونډه کې ګډون وکړي .

کرملین ویلي روسیه ، مسکو ته د ولسمشر بارک اوباما د سفر په لغوه کیدو خپه شوې ده .

د پوتین د بهرنیو چارو سلاکار یوري یوشاکوف خبریالانو ته وویل د امریکا پریکړه د مسکو سره د برابرۍ پر بنسټ د اړیکو په پراخولو کې د امریکا ناتواني څرګندوي .

واشینګټن غواړي چې ددې هیواد د ملي امنیت پخوانی قراردادي اډوارډ سنوډن چې په نړۍ کې یې پر ټیلفون او اینټرنیت د امریکا د څارنې پټ پروګرام رسوا کړ د جاسوسۍ په تورنو محاکمه کړي .