هلمند: په لښکر ګاه کې په یوه ځانوژونکې حمله کې یو پولیس وژل شوی دی

په هلمند کې د پولیسو چارواکي وايي چې، په مرکز لشکر ګاه کې په یوه ځانوژونکې حمله کې یو پولیس وژل شوی دی او درې نور ټپیان دي .

له هلمند څخه د ازادي راډيو خبریال په یو راپور کې ویلي دي چې دا برید پرون ( چارشنبې ) ناوخته په لشکرګاه کې شوی دی .

د پولیسو یو چارواکې چې نه یې غوښتل نوم یې یاد شي ازادۍ راډیو ته وویل ، ددې برید هدف د هلمند ولایت د امنیې قومندان و .

ددې پولیس چارواکي په وینا برید پر هغه موټر شوی چې ډیر کله ترې د هلمند د امنیې قومندان کار اخلي . دې چارواکې زیاته کړې چې د برید پر مهال د هلمند د امنیې قومندان په موټر کې نه و .