نن د سعودي عربستان د اعلان سره سم په افغانستان او یو شمېر نورو هېوادونو کې د کوچني اختر لومړۍ ورځ ده .
سږ کال افغانان کوچني اختر په داسې حال کې لمانځې چې د روژې میاشت په دې هیواد کې یوه له ناکراریو څخه ډک میاشت وه او په بیلابیلو ولایتونو کې چاودنې ، ځان وژونکې بریدونه او نورې پېښې وشوې چې د ګڼو افغانانو ژوند یې واخیست .
په بیلابیلو ولایتونو کې امنیتي چارواکو ویلي چې د اختر په مناسبت یې ځانګړې امنیتي تدابیر نیولې او هڅه کوي چې په دې ورځو کې د ناوړو پېښو مخه ونیسي .
په عین حال کې وسلوالو طالبانو هغه اوازې رد کړې چې ګوندې دوی د اختر په ورځو کې په جوماتونو تکیه خانو او د خلکو د ګڼې ګوڼې په ځایونو کې چاودنې کوې .
طالب ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په یو استولي ایمیل کې دا د حکومت د استخباراتي ادارو تبلغات بللې ، او ټینګار یې کړی چې پر عامو وګړو بریدونه د دوی د اصولو خلاف دی .
وسلوال طالبان دا خبره په داسې حال کې کوي چې یوازې په تیره اونۍ کې په کندهار او ننګرهار کې څو بریدونه وشول چې قربانیان یې عام وګړې و . که څه هم وسلوالو طالبانو د ځینو دې بریدونو مسولیت ونه مانه خو حکومتي چارواکې یې پړه پر طالبانو اچوې .
ازادي راډیو ته په راغلو پیغامونو کې ګڼو عامو افغانانو په دې هیواد کې د جګړې له ښکیلو خواوو غوښتي دي چې لږ تر لږه د اختر په ورځو کې دې له جګړو او ناکراریو لاس واخلي او خلک د اختر خوشالیو ته پریږدي .