البیبلاوي: د موقت حکومت زغم په ختمیدو دی

د مصر موقت صدراعظم ویلي، د لیرې کړای شوي ولسمشر محمد مرسي د پلویانو د اعتراضونو د خورولو پریکړه وروستۍ ده.

حازم البیبلاوي دا څرګندونې وروسته له هغې کوي چې؛ د مصر جمهوري ریاست ویلي، په مصر کې د وروستي سیاسي کړکیچ د پای ته رسولو لپاره د نړېوالو د منځګړیتوب هڅې ناکامې شوې دي.

د مصر موقت صدراعظم حازم البیبلاوي د چارشنبې په ورځ له قاهرې څخه په یوه تلویزوني وینا کې وویل، د موقت حکومت زغم په ختمیدو دی.

د مصر د لرې کړی شوې ولسمشر محمد مرسي پلویانو له هماغې راهیسې چې مرسې د پوځ له خوا له واک څخه لرې شو د قاهرې په دوو میدانونو کې اعتراضي کمپونه وهلې. اعتراض کونکې وايي تر هغې به په دې اعتراضي کمپونو کې پاتې شي څو چې ولسمشر محمد مرسي بیرته واک ته ستون شوی نه وي.

خو د مصر موقت صدراعظم حازم البیبلاوي وايي :

"موږ د محمد مرسي له ملاتړو یو وار بیا غواړو چې له مقاومت پرته دې دا کمپونه زر تر زره خوشې کړي او خپلو کورنو او کارونو ته دې ستانه شي.

حکومت د هغو کسانو لپاره چې لاسونه یې په وینو سره نه وي وړیا ترانسپورتي اسانتیا برابروي."

بیبلاوي وویل، موقت حکومت تر اوسه پورې د روژې د میاشتې په درناوی د زور له کارولو ډه ډه کړې چې دا دی دا میاشت پای ته رسیږي.

نوموړی دا اعلان په داسې وخت کې کوي چې د مصر د ولسمشرۍ دفتر هم ویلي دي، ددې هیواد د سیاسي کړکیچ د پای ته رسولو لپاره د نړیوالو منځګړیو هڅې ناکامې شوې دي او ددې ناکامۍ پړه یې د محمد مرسي په ملاتړو اچولې ده.

د چارشنبې په ورځ د موقت ولسمشر عدلي منصور دفتر په یوه اعلامیه کې ویلي چې د لویدیځو او عرب ډیپلوماتانو له خوا لس ورځې مخکې پیل شوې هڅې نن پای ته ورسیدې.

دا اعلامیه د امریکا د متحدو ایالتونو، اروپايي ټولنې او د خلیج د هیوادونو د استازو په هغو هڅو پسې خپریږي چې غوښتل یې د محمد مرسي د ملاتړو او د پوځ له خوا د رامنځ ته شوې حکومت ترمنځ سیاسي کړکیچ پای ته ورسوي.

امریکايي سناتور لینډزي ګراهم د دواړو خواوو له چارواکو سره تر کتنې وروسته د سې شنبې په ورځ د سي بي ایس شبکې ته وویل، ما فکر نه کاوه چې وضیعت به دومره خراب وي.

د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ د مشري کاټرین اشټان ویاند ویلې دوی په دې اړه اندېښمن دي او په مصر کې به د ټولو خواو په ګډون د ملي تفاهم د رامنځ ته کیدو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړ ي.

اسلام کارو وسلوالو چې ډير یې په سینا کې دي، د محمد مرسي له واک څخه تر لرې کیدو وروسته د مصر پر امنیتي ځواکونو بریدونو ته زور ورکړی دی.

د مصر د پوځ ویاند احمد محمد علي د چارشنبې په ورځ وویل د سینا په ټاپو وزمه کې د پوځ د تیرې میاشتې په عملیاتو کې شپیته وسلوال وژل شوې او او یوسلو درې تنه نور نیول شوې دي.

له هغې را وروسته چې مرسې د جون په دریمه د پوځ له خوا له واک څخه لرې شو ددې هیواد په روان تاوتریخوالې کې نژدې درې سوه کسان وژل شوې دي.