لغمان: په الینګار ولسوالۍ کې افغان ځواکونو لس تنه وسله وال مخالفین وژلي

د لغمان چارواکي وایي چې؛ د دې ولایت په الینګار ولسوالۍ کې ځانګړیو افغان ځواکونو لس تنه وسله وال مخالفین وژلي دي.

د لغمان د والي ویاند سرحدي ځواک آزادی راډیو ته وویل چې په الینګار ولسوالۍ کې دا عملیات نن سهار ترسره شوي چې په کې د مسافر، ماهر او حلیم په نومونو د وسله والو مخالفانودرې مهم قومندانان هم وژل شوي.

سرحدي ځواک وایي چې؛ په دې عملیاتو کې د دوی ځواکونو درې تنه مشکوک کسان هم نیولي دي.

وسله والو مخالفان تر اوسه پدې هکله څه نه دي ویلي.