سوریه: د دمشق ښار په یوه څنډه کې چاودنې ۱۰ تنه ووژل

د سوریې دولتي مطبوعات وايي چې؛ د دمشق ښارپه یوه څنډه کې په چاودنه کې پرون (سه شنبه) لس تنه ووژل شول او ګڼ شمیر نور زخمیان شوي دي.

چاودنه په هغه سیمه کې شوې چې اکثر مسیحیان او دورژيان اوسي.

دا سیمه تر ډیره حده د بشارالاسد د رژیم ملاتړې ګڼل کیږي چې د دمشق د جنوب ختیځ په څو کیلومترۍ کې پرته ده. تر اوسه د حملې مسولیت کومې ډلې نه دی اخیستی.