امریکا په پاکستان کې د وسله والو یو مشر بهاول خان په تور لست کې شامل کړ

امریکا د بهرنیوچارو وزارت وايي چې؛ په پاکستان کې د وسله والو یو مشر بهاول خان یې د تروریستانو په تور لست کې شامل کړ.

دې وزات پرون (سه شنبه) په خپله خبرپآڼه کې ویلي، که چیرې بهاول خان په امریکا کې پانګه ولري کنګل کیږي او ټول امریکايي وګړي له هغه سره له هر ډول معاملې منع دي.

د امریکا د بهرنیوچارو وزارت وايي چې بهاول خان په پاکستان کې د مولوي نظیر د ډلې عمومي مشر دی او له ۲۰۰۶ (میلادي) کال راهیسې د تروریستي او انتحاري حملو لپاره خلک روزي.

بهاول خان په دې هم تورن دی چې د القاعده تروریستانو ته یې پناه ورکړې او په افغانستان کې د امریکايي او نورو نړیوالو عسکرو پر ضد حملې تنظیموي.