په پکتیا کې یو ځانمرګی په خپلو چاودېدونکو توکو کې له منځه لاړ

د پکتيا ولايت په ډنډې پټان ولسوالي کې يو ځانمرګی بريد کوونکی هدف ته رسيدو وړاندې د خپلو چاودېدونکو توکو په ور چاودېدلو ووژل شو.

د دې ولايت امنیتی چارواکی وایي ، دغه ځانمرګي بريدګر غوښتل د ولسوالۍ په ښار او يا د پولیسو پر امنيتي پوستو بريد وکړي خو هدف ته تر رسيدو وړاندې له ورخطايي څخه د خپلو چاودېدونکو توکو په ور چاودېدو له منځه لاړ.

د پکتيا امنيې قوماندان مل پاسوال زلمی اورياخيل وايي ،چې وار له مخه يې کشفي ارګانونو د دوو ځانمرګو بريد ګرو په اړه مالومات ترلاسه کړي وو او پولیس يې په لټه کې وو چې له منځه يې يوسي.

نوموړی وايي چې د پوليسو له لوري ځانمرګی بريدګر له ښار نه په يوه لرې سيمه کې د ګزمې پر مهال ليدل شوی نو د ډېرې ورخطايي نه په ځانمرګي بريدګر پسې خپل چاودېدونکي توکي چاودېدلي يوازې ځانمرګی وژل شوی او چاته مرګ ژوبله نه ده اوښتې:

” زموږ امنيتي کشفي ارګانونو خبر ترلاسه کړی وو، چې په سيمه کې دوه ځانمرګي بريدګر دي غواړي چې په مرکزي ښارونو يا هم امنيتي پوستو بريد ترسره کړي، موږ په هڅه کې وو چې دغه ځانمرګي له منځه يوسو، موږ چېک پاينټونه درولودل چې يو ځانمرګی بريدکوونکی د پوليسو په ليدو ورخطا او په خپلو چاودېدونکو موادو کې له منځه لاړ “

قومندان دا هم وايي چې د يو بل ځانمرګي بريدګر په اړه هم دوی خبر ترلاسه کړی چې غواړي په مرکزي ښارونو يا دولتي پوستو بريد ترسره کړي، خو په خبره يې د دوی هڅې او پلټنې رواني دي چې ځانمرګی پيدا او مخکې تر دې چې هدف ته ورسيږي له منځه يوسي.


د تېرې اوونۍ په سر کې يو بل ځانمرګي بريدګر چې غوښتل يې د ګردېز ښار کې خپلو چاودېدونکو توکو ته انفجار ورکړي له ښاره په وتلې تېرې سيمه کې د امنيتي چارواکو په خبره د پوليسو د ليدو او ورخطايي له امله خپل مواد په ځان پسې وچوول او دی پکې ووژل شو.


د يو بل خبر له مخې تېر ماذديګر ناوخته د ګردېز ښار د کابل لين پر سړک د پوليسو په رېنجر موټر پسې د سړک غاړې بمي چاودنه وشوه چې يو پوليس پکې ټپي او رينجر موټر تخريب شو، او همدا ډول تېره شپه د ۱۰ بجو په شاوخوا کې د پکتيا پر امنيه قومندان پسې د ګزمې پر مهال د سړک غاړې بمي چاودنه شوې چې چاته پکې مرګ ژوبله نه ده اوښتې.


د يادونې وړ ده چې په دې ورستيو کې د پکتيا ولايت په مرکز ګردېز او ۱۳ ولسواليو کې د سړک غاړې بمي چاودنې، توغندي لګېدل او نورې امنيتي پېښې زياتې شوې دي چې خلک يې اندېښمن کړي دي.


راپور – داود تپان- پکتيا