په فورت هووډ پوځي اډې کې د ۱۳ امریکایي عسکرو د وژونکي محاکمه نن پیلږي

د امریکا د هغه افسر پوځې محاکمه چې د تګزاس ایالت په فورت هووډ پوځي اډې کې یې ۱۳ امریکایي عسکر وژلې وو، نن پيلیږي.

جګړن نیدال حسن د ۲۰۰۹ کال نومبر میاشتې په ډزو اعتراف کړی او که چیرې په دیارلسو عمدي قتلونو او د ۳۲ عمدي قتلونو په هڅو مجرم وپيژندل شي، ممکن د اعدام په سزا محکوم شي.

د نیدال حسن په ډزو کي له دیرشو زیات کسان ټپیان شوي وو او یو شمېر یي ممکن محاکمې کې د شاهدانو په توګه حاضر شي.