د پاکستان دوه پوځي افسران په یوې وسله والې حملې کې ووژل شول

پاکستاني چارواکي وایي، د پوځ دوه افسران او د پولیسو یو جګ پوړی مشر د هیواد په شمال د ګلګیت بالتیستان سېمه کې په یوې حملې کې ووژل شول.

سیمه اېزو چارواکو مشال راډیو ته ویلي، وسله والو نن سهار پر هغه موټر حمله وکړه چې د پاکستان د پوځ یو کرنیل، یوکپټان یا بریدمن او د ګلګیت بالتیستان د چیلاس سيمې د پولیسو مشر په کې سپاره وو.

د سیمې یو چارواکی وایي، دا کسان له یوې امنیتي غونډې وروسته د ستنیدو په حال کي وو چې حمله ورباندي وشوه.

د حملې مسولیت د پاکستان یوې وسله والې ډلې جندالله په غاړه اخیستی او وايي، حمله یي په وزیرستان کي دپاکستاني طالبانو د جګ پوړي قوماندان ولي الرحمن د وژنې په غچ کي کړیده. رحمن په تیرې مي میاشت کي د بي پیلوټه الوتکي په حملې کي وژل شوی و.