د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو بنسټ یا فیفا له حکومت څخه غواړي چې په راتلونکو انتخاباتو کې د غیر مسوله وسله والو د لاسوهنو د مخنیوي تدابیر ونیسي.
د فیفا اجرایوي مشر جانداد سپين غر ازادي راډیو ته وویل دوی اندیښمن دي چې غیر مسول وسله وال به په ناامنه سیمو کې د انتخاباتو په چارو کې مداخله وکړي.
له دې وړاندې د کندز والي محمد انور جګدلک ازادي راډیو ته ویلي وو چې په دې ولایت کې شااوخوا دوه زره غیر مسول وسله وال موجود دي او هغه کسان یې ملاتړ کوي چې غواړي په راتلونکو انتخاباتو کې ځان کاندید کړي.
خو د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وايي چې د انتخاباتو په امنیتي پلان کې یې ددې ستونزې د مخنیوي لپاره تدابیر په پام کې نیولي.