عراقي چارواکي وايي چې، د دې هیواد امنیتي ځواکونو په پوځي عملیاتو کې د القاعده د تروریستي شبکې درې مشکوک غړي وژلي دي.
دا عملیات د عراق په شمال کې شوي دي.
یوه چارواکو چې نه یې غوښتل هویت یې څرګند شي؛ پرون (دوشنبه) وویل چې، د القاعده شبکې دا مشکوک وسله وال د "سلیمان بیک" په ښار کې وژل شوي دي.
په عین حال کې ویل کیږي چې؛ ناڅرګندو وسله والو کسانو پرون د مدین په ښار ګوټي کې یو سړی چې د برېښنا جنراټور یې درلود او د هغه زوی وژلي دي.
په عراق کې سیاسي او فرقه یی ناکرارۍ د زیاتېدو په حال کې دي. د یک شبنې په ورځ په دې هیواد کې د یوه قاضي په ګډون پینځلس تنه په وسله والو حملو کې ووژل شول.