د سوريي ولسمشر بشار الاسد وايي، د حکومت له وسله والو یاغیانو سره به د سیاسي حل خبرې ونه کړي.
اسد دغه راز پر خپلو ځواکونو غږ کړی دی چې؛ په اوسپنیز سوک سره مخالف وسله وال وځپي.
نوموړي دا څرګندونې تیر ماښام په دمشق کې د روژه ماتي په یوه محفل کې وکړې.
بشار الاسد وویل، هیڅوک دا نه مني چې له تروریستانو سره دې د سیاست له لارې چلند وشي.
د هغه په وینا، د سورېې جګړه هغه مهال پای ته رسیدلی شي چې؛ تروتریزم له مینځه ولاړ شي.
د سوريي ولسمشر وویل، د هیواد خلک يې باید دا پریکړه وکړي چې؛ سوریه دې د قانون تر سیوري لاندې یو دولت وي او که یو داسې هېواد چې واک يې له غلو او قطاع الطریقو سره وي.
د سوريي په روانه جګړه کې تر اوسه له سلو زرو زیات کسان وژل شوي دي.