متحده ایالات وايي، په منځني ختیځ او افریقا کې به د دې هېواد نولس سفارتونه او قونسلګرۍ د اګست تر لسمې نیټې پورې تړلي وي.
واشنګتن وايي، دا پرېکړه احتمالي تروریستي بریدونو ته په پام سره شوې ده.
بل لورته بیا ټاکل شوې ده چې؛ په کابل، بغداد او الجزایر کې د امریکا تړل شوي سفارتونه نن بېرته پرانستل شي.
امریکايي چارواکو په روانه اګسټ میاشت کې وویل چې؛ له ۲۰۰۱م کال راپدېخوا دوی د احتمالي تروریستي بریدونو د تر ټولو جدي ګواښونه په اړه معلومات ترلاسه کړي دي.
امریکا او د انټرپول پولیسو په نړیوالو سطحه د سفرونو لپاره هم د ګواوښونو خبرداری خپور دی.
مخکې له مخکې دا احتیاطي تدابیر وروسته له هغې اعلان شول چې؛ تیره میاشت په نهو هېوادونو کې ګڼشمیر زندانونه مات او د القاعده شبکې سلګونه غړي او وسله وال ترې وتښتیدل.