په افغانستان کې له طبیعي افتونو سره د مبارزې اداره وايي چې؛ د وروستیو شدیدو سیلابونو له امله څه باندې څلویښت تنه مړه شوي دي. د چارواکو په وینا، دې سیلابونو د کابل په شمول لږترلږه نهه ختیځ ولایتونه ځپلي دي.
په افغانستان کې له اضطراري حالاتو سره د مبارزې د اداره وايي چې؛ تر ټولو زیات انساني تلفات په سروبي کې وو.
د دې ادارې مشر دایم کاکړ ازادي راډیو ته وویل چې؛ د سیلابونو له امله لږترلږه پينځه دېرش تنه په سروبي کې مړه شوي؛ خو د انساني تلفاتو دقیق رقم لا هم نه دی څرګند.
دایم کاکړ وویل چې، د سیل په اوبو کې د ورکو شویو کسانو لټون دوام لري.
ښاغلی کاکړ پرون (یک شنبه) ازادي راډیو ته وویل چې؛ په تیرو څو ورځو کې د کابل په څو ولسوالیو، ننګرهار، لغمان، خوست او کاپيسا ولایتونو کې سیلابونو خلکو ته ستر مالي تاوانونه هم رسولي دي.
رپوټونه وايي چې، په پاکستان کې هم سیلونه راغلي چې پینځه څلویښت تنه په کې مړه شوي دي.
پاکستاني چارواکو خبر داری ورکړی چې؛ د لا زیاتو بارانونو امکان شته.