دلیل: د مور له شېدو څخه استفاده د ماشوم په ژوند کې حیاتي ارزښت لري

د عامي روغتیا وزارت وايي، د مور له شېدو څخه د ماشومانو کمه استفاده د دې سبب شوې چې؛ د ماشومانو په مړینه کې زیاتوالی راشي.

دې وزارت نن د مور د شېدو د تغذیې ورځ په کابل کې په یوې غونډه کې ولمانځله.

د عامي روغتیا وزیره ډاکټره ثریا دلیل وویل چې؛ د مور له شېدو څخه استفاده د ماشوم په ژوند کې حیاتي ارزښت لري.

د صحي ریپوټونو په اساس د مور شېدې نه یواځي د ماشوم د ګټوري تغذي سبب کیږي؛ بلکه میندي هم له ډيرو ناروغیو نه ژغوري.