شپږ درجې زلزلې د جاپان شمال لړزولی دی

د ریښتر په کچه شپږ درجې زلزلې د جاپان شمال لړزولی دی، خو د دې هېواد د هوا پوهنې اداره وايي چې؛ د څونامې د راپورته کېدو کوم خطر نه شته.

د زلزلې مرکز په ارام سمندر کې هماغه ځای ښو دل شوی دی چې؛ د ۲۰۱۱م کال په مارچ کې په کې د ريښتر په کچه نهه زلزله راپورته شوې وه.

په دې زلزله کې د فوکوشیما د اټمي تاسیساتو یوه برخه زیانمنه شوه چې؛ ترې خطرناکې وړانګې هم خپرې شوې وې.

اوس د توکیو د برېښنا شرکت ویلي، له تازه زلزلې وروسته یې د کومې ګډوډۍ خبر نه دی تر لاسه کړی.