سپینې ماڼۍ د تروریزم د هغو اندېښنو په اړه د لوړې سطحې یوه غونډه کړې ده چې؛ واشنګټن یې اړ کړ، د نړیوالو سفرونو په اړه خبرداری ورکړي او په اسلامي نړۍ کې خپل سفارتونه وتړي.
د شنبې په ورځ دا غونډه په داسې حال کې کیږي چې د انټرپول پولیسو په تیره میاشت کې د زندانونو د ماتیدو او ورڅخه د القاعده د سلګونو ملاتړو د تښتیدو له کبله نړیوالو امنیتي خبرداری خپور کړ.
دا زندانونه په نهو هیوادونو کې مات شوې دي چې په کې عراق، لبیا او پاکستان شامل دي.
د امریکا ولسمشر بارک اوباما د سپینې ماڼۍ په دې غونډه کې نه و؛ خو تر غونډې وروسته ورته معلومات ورکړل شوې دي.
په هغو کې چې د سپینې ماڼۍ په دې غونډه کې یې ګډون کړی وو، د ملي امنیت سلاکاره سوزن رایس، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کري، د دفاع وزیر چک هیګل او د کورني امنیت وزیر جانیت ناپولیتانو شامل وو.
نن د نړۍ په اولس هیوادونو کې د امریکا ډیپلوماټیک دفترونه تړلې وو او کیدای شي د څو ورځو لپاره تړلي پاتې شي.
بریتانیا او جرمني هم په یمن کې خپلې سیاسې نمایندګۍ تړلې دي او کاناډا د بنګله دیش په ډاکه کې خپل سفارت تړي.