مالیزیا: په سمندر کې د ډوبو شویو انډونیزیایانو د موندلو هیلې په ختمېدو دي

د مالیزیا ژغورونکي وايي، د هغو څلوېښتو انډونیزیايي کارګرو د موندنې لپاره هیلې په ختمېدو دي چې؛ د پنجشنبې په ورځ یې په سمندر کې بیړۍ ډوبه شوه او نادرکه دوی نادرکه شول.

باور دی چې، د لرګیو څخه په جوړې شوې دې کښتۍ کې هغه څلور څلوېښت کسان سپاره وو چې؛ د روژې د میاشتې د پای ته رسېدو سره کورونو ته ستنیدل.

دا کارکونکي چې، ټول مسلمانان ښودل شوي؛ د اختر په درشل کې د انډونیزیا د باټام ټاپو ته روان وو.

له څلورو ژغورل شویو کسانو څخه یو یې چې د شنبې په ورځ وختي ژغورل شوی؛ ویلي، د کښتۍ سپرلۍ درنو څپو ویرولې وې او د خلکو څخه د ډکې کښتۍ د ډوبیدو سبب شوی.