ټاکل شوې په ميدان وردګ ولايت کې ٥٠ بستري روغتون او يو انستيتوت جوړ شي.
د دې ولايت له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې اعلاميه کې راغلي چې دغه پېشنهاد پرون په اداري غونډه کې د والي عبدالمجيد خوږياڼي له خوا له ولايتي چارواکو سره تر مشورې وروسته وشو.
په پام کې ده پر دې پنځوس بستري روغتون يو مليون امريکايي ډالره لګښت راشي، دغه راز به په دشت توپ سيمه کې د هغه انستيتوت لپاره وداني جوړه شي چې زده کوونکي يې دا مهال په خلاصه فضا کې زده کړه کوي.
د دغو پروژو لپاره به د اقتصاد وزارت ته وړانديز ولېږل شي، چې تر منظورۍ وروسته به عملي کار پيل شي.