راپورونه وايي، چې د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد ښار کې د هند قونسلګرۍ ته نږدې په یوې چاودنه کې اته ملکي کسان ووژل شول او یوویشت نور ټپيان شول.
د ننګرهار د امنیې قومندان محمد شریف امین ازادۍ راډیو ته وویل چې؛ چاودیدونکي مواد په یوه موټر کې ځای پر ځای شوي و او د ریموټ په وسیله الوځول شوي دي.
ښاغلی امین وايي، امنیتي ځواکونو همداراز یو ځان وژونکی حمله کوونکی هغه وخت وواژه، چې غوښتل یې تر چاودني وروسته سیمې ته ورننوځي.
نوموړی وایي، په دې چاودنه کې د هند قونسلګرۍ ته زیان نه دی رسېدلی.
وسله والو طالبانو رسنیو ته ویلي چي دا چاودنه دوی نه ده کړې او غندي یې.