د بلغاریا د بهرنیو چارو پخوانی وزیر په عراق کې د بانکي مون استازی شو

د ملګرو ملتونو عمومي منشي بانکي مون د بلغاریا د بهرنیو چارو پخوانی وزیر "نیکولای مالادینوف" Nickolay Mladenov په عراق کې د خپل ځانګړي استازي په توګه وټاکه.

ملګري ملتونه وايي، څه باندې زر تنه عراقیان په ځانګړې توګه ملکیان د جولای په میاشت کې د فرقه یي شخړو په لړ کې وژل شوي دي. دا له دوه زره اتم کال وروسته په عراق کې تر ټولو خونړۍ میاشت وه.

بانکي مون د دوشنبې په ورځ وویل؛ هغه په عراق کې د زورزیاتیو ډېرېدو ته اندیښمن دی.

مالادینوف چې له دوه زره لسم څخه تر دیارلسم پورې د بلغاریا د بهرنیو چارو وزیر و؛ د جرمني ډیپلوماټ "مارټین کوبلر" پر ځای مقرر شوی چې؛ دی بیا د کانګو په ډیموکراټیک جمهوریت کې د بانکي مون د ځانګري استازي په نوم ټاکل شوی دی.