دا څلور ولسوالۍ په هلمند، زابل او غزني ولایتونو کې دي.
دا په داسي حال کې ده چې، د ولسمشری د انتخاباتو لپاره د رای ورکونکو د نوم لیکنې دوهم پړاو د زمري په پینځمه نېټه په ولسوالیو او د لویو ښارونو په ناحیو کې پيل شو.
د آزادی راډيو خبریال محمد قسیم سوله مل د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون له ویاند نور محمد نور سره مرکه کړې او لومړۍ یې ترې پوښتلي چې، د نوم لیکنې بهیر څه ډول روان دی او په دې برخه کې کومې ستونزې دي چې؛ لا هم نه دي هوارې شوي.