د کندهار والي وایي، د دې ولایت په ولسوالیو کې د طالبانو له خوا ښخو شويو ماینونو لا هم د خلکو ژوند له ګواښ سره مخ کړی دی.
توریالی ویسا په یوې خبرپاڼې کې ویلي، که څه هم چې وسله وال طالبان په خپلو تبلیغاتو کې د ملکي خلکو د مرګ ژوبلې د مخنیوي خبرې کوي؛ خو د دوی په حملو کې هره ورځ په کندهار ولایت کې ملکي خلک وژل کیږي او د مرګ ژوبلو مسوولیت هم مني.
په عین حال کې په کابل کې د ملګرو ملتونو دفتر (یوناما) په یوه نوې راپور کې ویلي چې؛ په افغانستان کې د روان عیسوي کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د ملکي خلکو مرګ ژوبله په سلو کې ۲۳ زیاته شوې ده.