د عربي اماراتو یوه خیریه موسسه د ۲۵ افغان ماشومانو د زړه وړیا درملنه کوي

د عربي اماراتو یوې روغتیایي خیریه موسسې اعلان وکړ چې؛ د پنځه ویشتو بې وزلو افغان کوچنیانو د زړه د ناروغۍ درملنه به په دوبی کې وکړي.

د دوبی د زړه د جراحۍ د موسسې مشر ډاکټر "آزاد موپین" اعلان وکړ چې؛ د پنځه ویشتو افغان کوچنیانو د زړه جراحي به په وړیا ډول تر سره کړي.

ډاکټر موپین په دوبی کې د افغانستان، هند او نورو هیوادونو ډیپلوماټانو ته د وینا پر مهال وویل؛ په افغانستان کې روغتیایي خدمتونو او تاسیساتو ته سخته اړتیا ده.