ناټو او افغان چارواکي وايي، د ناټو په هوايي بمبارۍ کې د پنځو افغان پولیسو د وژل کېدو په اړه څیړنې کوي.
افغان چارواکو او ناټو دواړه منلې ده چې؛ وړمه شپه د ننګرهار د بټي کوټ په ولسوالۍ کې د عملیاتو پر مهال د ناټو د هليکوپټر په ډزو په یوه پوسته پنځه تنه افغان پولیس وژل شوي دي.
د ننګرهار د والي ویاند احمد ضیا عبدلزي ازادي راډیو ته ویلي دي چې؛ ځانګړو افغان ځواکونو د ناټو څخه د هوايي ملاتړ غوښتنه کړې وه چې؛ د ناټو هليکوپټرو پر طالبانو سربېره په تیروتنه څو تنه افغان پولیس هم وژلي. نوموړي ویلي چې، د ننګرهار والي ګل اغا شیرزي له امنتي ادارو نه غوښتي چې؛ د پښې په اړه دې څیړنې وکړي.
اخو د ایساف یوې ویاندې مالوی ایبوني (Malloy Ebony ) د اسوشیېټډ پرېس خبري اژانس ته ویلي؛ دوی نه پوهیږي چې پېښه څنګه رامنځ ته شوې؛ خو د ناټو د هلیکوپټر په ډزو پنځه افغان سرتیري وژل شوي دي.
نوموړې ویلي چې، ناټو دا هوايي ملاتړ د افغان او ناټو د ګډو ځواکونو د غوښتنې په ځواب کې استولی و.
نوموړي ویلي، په دې اړه چې افغان پولیسو ته دا مرګ ژوبله څنګه اوښتې څیړنې پیل شوې دي.