م.م: د عراق د تېرې میاشت په فرقه يي شخړو کې ۱۰۵۷ کسان وژل شوي دي

ملګرې ملتونه وايي، د جولای په میاشت کې په عراق کې په فرقه یي شخړو کې "یوزرو اوه پنځوس" کسان وژل شوې او له "دوه زره درې سوو" زیات نور ټپیان شوې دي.

ملګرو ملتونو د پنجشنبې په ورځ وویل؛ په دې کې ډېر قربانیان ملکي وګړي وو.
په دې لړ کې په بغداد کې "دوه سوه اته دېرش" کسان وژل شوې او "اوه سوه" کسان په کې ټپيان شوي چې؛ تر ټولو اغیزمنه سیمه بلل شوې ده.

د عرق لپاره د ملګرو ملتونو سرپرست ځانګړي استازي "ګیورګي بوزتین" ویلي؛ د مرګ ژوبلې دومره لوړه شمېره په تیرو پنځو کلونو کې ساری نه لري.

نوموړی پر عراقي مشرانو ټینګار کړی چې؛ د دې بې ځایه وینې توییدنې د مخنیوي لپاره دې بیړني اقدامات وکړي.

د نوي کال له پیل راهیسې په عراق کې په بریدونه کې ناڅاپي زیاتوالی راغلی دی. له دې سره په دې هیواد کې د هغو فرقه یي شخړو د بیا تازه کیدو اندېښنې زیاتې شوي دي چې؛ په ۲۰۰۶ او ۲۰۰۷م کلونو کې په کې په زرګونو عراقیان ووژل شول.

ملګرې ملتونه وايي، د روان میلادي کال د پیل راهیسې په عراق کې ټول "څلور زره یوسلو دریارلس" کسان وژل شوي دي.